کاکړ: پاکستان د ایکو له غړو سره د سوله‌ییز او سوکاله افغانستان لپاره له نږدې کار کوي

د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ

د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ وايي، هېواد یې د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو له غړو هېوادونو سره یوځای د یوه سوله‌ییز او سوکاله افغانستان لپاره له نږدې کار کوي.

د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، کاکړ دغه څرګندونې پرون پنجشنبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د اقتصادي همکاریو سازمان په غونډه کې کړې دي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم د سیمه‌ییز اتصال لپاره د افغانستان د نقش پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کاسا زر، د ټرانس-افغان رېللارې، د ټاپي پروژې په څېر ارتباطي پروژو لپاره په راتلونکي کې اقتصادي پروګرامونو او ستراتیژیکې پانګونې ته اړتیا لري.

د اقتصادي همکاریو سازمان شپاړلسمه غونډه چې ازبکستان یې کوربه توب کاوه، د چهارشنبې او پنج شنبې په ورځو جوړه شوه.

انورالحق کاکړ تاشکند ته تر سفر مخکې د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې وویل، د طالبانو حکومت په افغانستان کې، له پاکستان سره د تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' په ځپلو کې همکاري نه ده کړې.

خو د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په ځواب کې په یوه اعلامیه کې وویل، د طالبانو حکومت چا ته اجازه نه ورکوي، د افغانستان له خاورې د پاکستان پر خلاف کار واخلي.

هغه ویلي، د طالبانو حکومت، په پاکستان کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي مسوولیت نه لري.