د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان او جنوبي افریقا سیالي لري

د افغانستان د مخکېنیو یو لوبغاړی

په هند کې د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او جنوبي افریقا د ملي لوبډلو ترمنځ سیالي کېږي.

د هند د احمداباد د کرکټ په میدان کې د افغانستان دغه وروستۍ سیالي نن د کابل پر وخت د ماسپښین یوه بجه پیلېږي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادۍ راډیو ته وویل، دوی هیله من دي چې افغانستان به دغه مهمه مسابقه وګټي.

هغه زیاته کړه: "افغان لوبډله تر اوسه ډېره ښه ځلېدلې ده. سترو لوبډلو ته مو ماتې ورکړي دي او اوس په شپږم مقام کې ځای لري."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر اوسه د انګلستان، پاکستان، هالنډ او سریلانکا په وړاندې بریا خپله کړې، خو بنګله‌دېش، هند، نیوزیلنډ او اسټرالیا ماتې ورکړې ده.

د کرکټ د ۲۰۲۳م کال د پنځوسو اوورونو د نړیوال جام سیالۍ د هند په کوربه توب د اکټوبر میاشتې پر پنځمه پیل شوي چې د نوامبر میاشتې پر ۱۹مه ختمېږي.