طالبان: افغانستان د نومبر له لسمې د چابهار بندر له لارې صادرات او واردات کولی شي

د چابهار بندر یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د رییس‌الوزرا دفتر وايي، ایران ورته ویلي چې افغانستان سر له سبا د نومبر له لسمې کولی شي د چابهار بندر څخه د صادراتو او وارداتو لپاره کار واخلي.

دغه دفتر نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکلي، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر نن د نومبر ۹مه د چابهار بندر څخه د لیدو پر مهال له ایراني چارواکو غوښتي چې د دې بندر د ځمکې یوه برخه د اوږدمهال لپاره په مناسبه بیه افغانستان ته ځانګړې کړي.

د ملابردار په مشري د طالبانو یو پلاوی د نومبر له څلورمې راهیسې په ایران کې دی چې په ترڅ کې یې له ایراني لوړپوړو چارواکو سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په کلني ډول لس میلیارده ډالرو د سوداګرۍ د زیاتولو په شمول په بېلابېلو مسالو خبرې کړي دي.

که څه هم د ایران په شمول د نړۍ هېڅ هېواد تراوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ایران، پاکستان، چین او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره راشه درشه پالي.