امریکايي چارواکو د کابل په دشت برچي کې د وروستي برید په تړاو د څېړنو غوښتنه وکړه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د افغانستان لپاره د امریکا دوو ځانګړو استازیو او لوړپوړې ډیپلوماتې د کابل په دشت برچي سیمه کې د سې شنبې د ورځې برید غندلی او د بشپړې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

د افغان ښځو، نجونو او د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري بېګا ناوخته په خپله ټولنیزه شبکه ایکس یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دوی روانه میاشت پر هزاره ګانو یوه بل برید غمجن کړي او زیاتوي، نه شي کېدای هزاره ګان چې په ځلونو د نرمو اهدافو په توګه په نښه شوي، یواځې پرېښودل شي.

د اغلي امیري په وینا، د دغو وحشیانه بریدونو په اړه د څېړنې لپاره باید هر ډول اقدامات وشي، له عاملینو سره یې باید حساب وشي او ورته باید د پای ټکی کېښودل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم بېګا ناوخته په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې له یوې میاشتې نه په لږه موده کې پر هزاره ګانو درېیم برید کې پر غمجنو مړینو ویرجن دي.

هغه زیاته کړې دغه بې رحمه بریدونه باید ودرول شي او دی یې په اړه د بشپړې څېړنې غوښتنه کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر د دغه برید د قربانیانو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې دا هم د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي هغه غوښتنه چې د دغه خونړي برید له عاملانو سره باید حساب وشي، بدرګه کوي.

هغې ویلي، افغانستان له ننګونو سره مخ دي او ترهګرو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې له ورڅخه ناوړه ګټه واخلي او زیاتوي افغان ولس د دې مستحق دی چې ځان خوندي احساس او عدالت برلاسی کړي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغه برید مسوولیت اخیستی دی.

په کابل کې د طالبانو د امنیتي چارواکو په خبره په دشت برچي سیمه کې د سې شنبې د ورځې په چاودنه کې چې په یوه کاسټر ډوله موټر کې شوې، اوه تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي.