د کندهار ښار د صرافانو مارکېټ د اعتراض له امله وتړل شو.
د کندهار د صرافانو د اتحادې یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل چې پرون چهارشنبه تر غرمې وروسته طالبانو یو شمېر صرافان چې په صرافۍ مارکېټ کې یې د پاکستاني کالدارو تبادله کوله وهلي، ټکولي او یو شمېر یې له پیسو سره یوځای له ځان سره وړي دي.
د سرچنې په وینا، تر دې پېښې وروسته صرافانو د اعتراض په توګه د صرافۍ مارکېټ تر نامعلوم وخته پورې وتاړه.
طالبانو که هم تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي ، خو تر دې مخکې یې خلکو او سوداګرو ته خبرداری ورکړی و چې په پاکستانۍ کالدارو راکړه ورکړه بنده کړي.