امریکا په سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو پر اړوندو تاسیساتو برید کړی

ارشیف

د امریکا دفاع وزارت وایي، امریکا پرون چهارشنبې د سوریې په ختیځ کې د هغو ملېشو اړوند تاسیساتو باندې هوايي برید وکړ چې د ایران له ملاتړه برخمن دي.

پنټاګون ویلي دغه غچ اخیستونکی برید د هغو زیاتېدونکو حملو په ځواب کې شوی چې په تېرو څو اوونیو کې په سیمه کې دېره د امریکایي ځواکونو پر اډو شوي دي.

دغه برید دوو امریکایي ایف۱۵ جېټ جنګي الوتکو له لوري د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اړوند د وسلو د زېرمتون پر تاسیساتو شوی دی.

دا په څه کم دوه اوونۍ کې دوهم برید دی چې امریکا یې د سختدریځو وسله والو پر تاسیساتو کوي.