د امریکا حکومت: پاکستان دې امریکا ته تلونکي ۲۵زره افغان کډوال له خپلې خاورې نه باسي

ارشیف: په اسلام اباد کې د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی له امریکا غوښتي چې کېسونه دې ورته ژر بشپړ او له دې هېواده دې وباسي.

د امریکا حکومت له پاکستانه غوښتي چې ۲۵زره هغه افغان کډوال له خپلې خاورې ونه باسي چې ټاکل شوې ده امریکا ته وبلل شي.

پاکستاني رسنیو پرون سې شنبې راپور ورکړ چې په اسلام اباد کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت پاکستاني چارواکو ته په یوه لیک کې د څه باندې ۲۵زره افغانانو نومونه لېږلي چې امریکا ته د تګ پروسه یې جریان لري.

که څه هم پاکستاني چارواکو په وروستیو ورځو کې ویلي چې هغه افغانان به ونه باسي چې له پاکستان څخه درېمګړي هېواد ته د تګ په پروګرام کې شامل دي خو راپورونه وايي چې ډېری افغانانو، چې امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو ته د تګ پروسه یې روانه ده، له دې ویرې چې پولیس به یې ونیسي، ځانونه پټ کړي دي.

ډان ورځپاڼې پرون په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د ویندوی جناتن لېلي په قول راپور ورکړ چې دوی د دغو افغانانو د خوندیتوب په اړه د پاکستان له حکومت سره له نږدې او پر له‌پسې تماس لري.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته شاوخوا ۷ لکه افغانان له دې کبله چې د طالبانو له لوري به تعقیب شي، پاکستان ته لاړل.