ایټالیا په سمندرونو کې له ډوبېدو ژغورل شوي کډوال البانیا ته لېږدوي

ارشیف: د ایټالیا په سواحلو کې ژغورل شوي کډوال

د هغې موافقې پر اساس چې د ایټالیا او رومانیا صدراعظمانو په روم کې لاسلیک کړه، ایټالیا به په سمندرونو کې له ډوبېدو ژغورل شوي کډوال البانیا ته لېږدوي.

یورونیوز پرون سې شنبې راپور ورکړ چې د ایټالیا د صدراعظم جورجا ملوني او د هغه د البانیايي ساري ترمنځ په لاسلیک شوې موافقه کې ویل شوي چې ایټالیا به د ژغورل شویو کډوالو د ساتنې لپاره په البانیا کې دوه مرکزونه جوړوي.

د دې موافقې پر اساس، اټکل کېږي چې په دغو دوو مرکزونو کې، چې د ۲۰۲۴ په پسرلي کې به پرانیستل شي، شاوخوا ۳۹ زره کډوال مېشت شي.

په دغو مرکزونو کې به د کډوالو پر قضیو غور کېږي.