د جرمني صدراعظم د ۱۶ ایالتونو له مشرانو سره د کډوالو په تړاو نوې موافقه کړې

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پرون سې شنبې د ۱۶ ایالتونو له مشرانو سره له ساعتونو خبرو وروسته کډوالو ته د نوې بودیجې او د کډوالۍ د لا سختو پالیسیو پر سر سلا وکړه.

شولڅ د ۱۶ ایالتونو له مشرانو سره د غونډې په پای کې دا موافقه تاریخي شېبه وبلله، ویې ویل، د دوی ګډ هدف د غیرقانوني کډوالۍ مخنیوی دی.

د جرمني چارواکو په وروستیو کې پر یو لړ داسې اقداماتو موافقه کړې چې له خپل هیواده د غیرقانوني کډوالو ایستل اسانوي.

جرمني په اروپا کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو ډېر کډوال منلي دي.