په متحده عربي اماراتو کې د افغاني پاسپورټونو وېش پیل شو

د پاسپورټ لپاره د ګوتو د بایومیتریک ماشین - تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت له لوري چې کنټرول یې د طالبانو په لاس کې دی، د افغاني پاسپورټونو د ویش د بهیرد پیلیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن په خپله اېکس پاڼه کې کښلي چې د طالبانو د مشرد فرمان له مخې او د بهرنیو چارو وزارت د مقام له هدایت سره سم د متحده عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبي کې د سفارت د کونسلۍ څانګې له خوا د پاسپورټونه د ویشلو لړۍ له ننه پیل شوې او افغانان کولای شي چې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره ورته مراجعه وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د روانې لړم میاشتې په لومړیو کې ویلي وو، چې چې بدرالدین حقاني په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت کارکونکو ته د سرپرست سفیر په توګه ورپېژندل شوی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هیڅ یوه هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی، خو یوشمېر هیوادونو ته یې خپل ډیپلوماټان استولي دي.