د بې سرحده خبریالانو ټولنه: پاکستان دې افغان خبریالان له خپلې خاورې نه باسي

ارشیف

د بې سرحده خبریالانو ټولنې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په دې هېواد کې دېره افغان خبریالان دې نه باسي.

دې ټولنې چې مرکز یې په پاریس کې دی پرون په یوه بیان کې وویل چې په پاکستان کې دېره افغان خبریالان د پاکستاني پولیسو له خوا ځورول کېږي، بډې ترې اخیستل کېږي، په خپلسري ډول نیول کېږي، د کورونو د خاوندانو له فشار سره مخامخ دي او د ویزو د ترلاسه کولو لپاره یې غوښتنو ته یې ځواب نه ورکول کېږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر خبریالان پاکستان ته کډوال شوي.

که څه هم د دوی دقیق شمېر نه دی معلوم، خو د بې سرحده خبریالانو ټولنې ویلي چې شمېر یې له ۲۰۰ زیات دی.