د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان د اسټرالیا پر وړاندې توپوهنه کوي

د افغانستان د مخکېنیو لوبو څخه یو انځور

د کرکټ نړیوال جام په ۳۹مې سیالۍ کې افغانستان له اسټرالیا سره سیالي کوي.

د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

دغه سیالي د هندوستان د ممبي ښار په وانکيډي لوبغالي کې د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه پیلېږي.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وویل چې د وانکېډي په لوبغالي کې تر دې دمه لومړۍ توپوهنه بریالۍ وه، نو په همدې امله یې دا پرېکړه کړې ده.

د افغانستان په یولس کسیز ترکیب کې نن نوین الحق ته یو وار بیا د فضل حق فاروقي پرځای د لوبې چانس ورکړل شوی دی.

د اسټرالیا په یولس کسیز ترکیب کې یو وار بیا میچل مارش او ګلین میکسویل ته چانس ورکړل شوی، خو سټيف سمېت بیا نن نه لوبېږي.

نیمه پایلوبې ته د رسېدو په پار افغان لوبډلې ته مهمه ده چې دا سیالي وګټي.