د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان له اسټرالیا سره سیالي لري

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

په پام کې ده چې د افغانستان ملي لوبډله د نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې نن د اسټرالیا له ځواکمنې لوبډلې سره مخامخ شي.

دا لوبه د ماسپښین په یوه بجه د ممبي ښار د کرکټ په سټډیوم کې ترسره کېږي.

د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي نننۍ لوبه ډېره مهمه بللې او ویلي یې دي چې دوی به د یوه ټیم په توګه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او خپل هېواد ته د ستنېدو تر وخته به آرام ونه کړي.

افغانستان په خپلو وروستیو څلورو لوبو کې د انګلینډ، پاکستان، سریلانکا او هالنډ په ماتولو سره د نړیوال جام د لوبو په جدول کې شپږم ځای خپل کړ.

خو نیم پایلوبې ته د رسېدو لپاره باید نن اسټرالیا ته ماتې ورکړي او د جمعې په ورځ له جنوبي افریقا څخه خپله بله لوبه هم وګټي.