ایټالیا په االبانیا کې د کډوالو د ساتنې مرکزونه جوړوي

ارشیف: ایټالیا ته رسېدلي کډوال

ایټالیا غواړي د هغو کډوالو لپاره چې د سمندر له لارې د دې هېواد سواحلو ته رسېږي، په البانیا کې مرکزونه جوړ کړي.

د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلیوني پرون د نومبر ۶مه وویل چې دا مرکزونه به د راروان ۲۰۲۴ کال په پسرلي کې پرانیستل شي او د شاوخوا درې زره کډوالو د ساتنې ظرفیت به ولري.

مېرمن میلیوني همداراز له هغه پلان څخه پرده پورته کړه چې هدف یې ایټالیا ته د کډوالو د مهاجرت راکمول دي.

په تېر یوه کال کې دې هېواد ته د رسېدلو کډوالو شمېر تقریباً دوه چنده شوی دی.

د روان کال له پیله تراوسه له ۱۴۵ زرو زیات کډوال د سمندر له لارې ایټالیا ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دا شمېر ۸۸ زره و.