کرکټ نړیوال جام؛ بنګله دېش سریلانکا ته ماتې ورکړه

د لوبې یوه څنډه

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن بنګله دېش سریلانکا ته د درې ویکټو په توپیرماتې ورکړه.

بنګله دېش د اوو لوبغاړو په سوځیدو په ۴۲ اورکې ۲۸۲ منډې وکړې او د سریلانکا د ۲۸۰ منډو هدف یې پوره کړ.

ټاکل شوې چې سبا سې شنبې افغانستان له استرالیا سره د سیالۍ ډګرته ووځي.

دا به په دې جام کې د افغانستان اتمه لوبه وي. افغانستان څلورلوبې ګټلي او درې یې بایللي دي.