روغتیایي چارواکي: د غزې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۰ زرو تنو واوښت

غزه د اسراییلو له بریدونو وروسته

په غزه کې د روغتیا وزارت وایي چې د اسراییل د روانو بریدونو په نتیجه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له لس زره تنو واوښت.

دې وزارت وویل چې په غزه کې لس زره او ۲۲ کسان وژل شوي خو دا یې نه دي ویلي چې د وژل شویو څومره یې وسله وال او څومره ملکیان دي.

پرغزې اسراییل د اوکتوبر له اومې وروسته له هغې بریدونه پیل کړل چې حماس د اسراییل پرجنوبي ښارګوټو د پراخو بریدونو په ترڅ کې ۱۴۰۰ اسراییلیان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ یې یرغمل او هغه یې له ځان سره غزې ته یووړل.