د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه ناڅاپي سفر عراق ته رسېدلی

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون یکشنبه په ناڅاپي سفر عراق ته ورسېد.

منځني ختیځ ته د بلېنکن د دې سفر هدف د اسراییل او د فلسطینۍ ډلې حماس ترمنځ د جګړې د شدت کمول ګڼل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د عراق تر سفر مخکې لوېدیځې غاړې ته سفر کړی و.

انټوني بلېنکن په بغداد کې د عراق له صدراعظم محمد شیاع السوداني سره خبرې وکړې.

د بلېنکن الوتکه پرون د بغداد پر نړیوال هوايي ډګر کېناسته.

هغه چې زغروال واسکټ په تن کړی و، وروسته په بلک هاوک څرخي الوتکه کې د بغداد زرغونې ساحې ته لاړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د عراق تر سفر وروسته ترکیې ته روان شو.