د سوډان پر یوه بازار د توغندیو د لګېدو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي

SUDAN-CONFLICT

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې څه باندې ۲۰ کسان پر یوه بازار د توغندیو لګېدو په پېښه کې ووژل شول.

دا خبره د ډیموکراسۍ پلوه مدافع وکیلانو کمېټې په یوه اعلامیه کې کړې ده.

په دغه هېواد کې دا د روانې ناکرارۍ وروستی مورد ګڼل کېږي.

په سوډان کې په اپرېل میاشت کې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د پخواني مرستیال محمد حمدان دقلو ترمنځ چې د چټک ملاتړ د ځواکونو مشري کوي، د قدرت پر سره جګړه روانه ده.

په دې جګړه کې تر اوسه تر ۱۰زرو او ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، له دې کبله څه باندې ۶ میلیونه وګړي یا په سوډان کې دننه بې‌ځایه شوي، یا نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.