غزه کې د ناکراریو زیاتوالی؛ د ایران رهبر د حماس ډلې له سیاسي مشر سره کتلي

د عکس ښي لور ته د ایران رهبر ایت الله علي خامنه‌اي او چپ لور ته د ایران له ملاتړه د برخمنې حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه

د ایران چارواکو پرون ناوخته تایید کړه چې د دغه هېواد رهبر ایت الله علي خامنه‌اي په وروستیو ورځو کې د ایران له ملاتړه د برخمنې حماس ډلې له سیاسي مشر اسماعیل هنیه په تهران کې کتلي دي.

ایراني چارواکو د حماس ډلې وړمې ورځې هغه بیانونه چې د دې کتنې په باب وو، تایید کړل.

دا کتنه داسې وخت کېږي چې د حماس تر ولکې لاندې غزې تړانګه کې ناکراري زیاته شوې ده.

د خامنه‌اي دفتر وايي، هنیه په دې کتنه کې په غزه کې د وروستیو تحولاتو راپورونه وړاندې کړل.

وروسته له هغې چې حماس ډلې د اکټوبر پر اوومه پر اسراییل په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل کړل، له هغې راهیسې پر غزه د اسراییل هوايي او ځمکني عملیات روان دي.