روغتیایي چارواکي: د غزې د کډوالو پر یوه کمپ د اسراییلو برید لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

پر غزې د تازه بریدونو یوه څنډه

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییل جنګي الوتکو نن سهار په غزې تړانګه کې د کډوالو پر یوه کمپ حمله کړې او لږ تر لږه ۳۸ کسان یې وژلي او ۴۲ نور ټپیان کړي دي.

دا حمله داسې وخت کېږي، چې اسراییل ویلي، تر هغو چې پر غزه د حماس ډلې واکمنان ختم شوي نه وي، د دوی عملیات به دوام کوي.

دا ټینګار داسې وخت کېږي، چې د امریکا متحدو ایالتونو اړو ملکیانو ته د مرستو رسېدو لپاره په جګړه کې د وقفې غوښتنې کړې دي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په غزه کې د مرګ ژوبلې زیاتېدو په نړیواله سطحه غوسه پارولې دي او له واشنګټن نیولې تر برلین پورې په لسګونو زره کسان پرون شنبه په اعتراض لارو سړکونو ته راووتل او د فوري اوربند غوښتنه یې وکړه.

وروسته له هغې چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ کسان یرغمل کړل، له هغې راهیسې پر غزه د اسراییل هوايي او ځمکني عملیات روان دي.

په غزه کې روغتیا وزارت ویلي د نږدې یوې میاشتې جګړې په نتیجه کې څه باندې ۹۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي او دا شمېر ښايي د جګړو د دوام له کبله لا زیات شي.