د طالبانو د حکومت پلاوي د ایران او افغانستان د ګډ اقتصادي کمیسیون په غونډه کې برخه واخیسته

د پلاوي مشري د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر کوي - تصویر له ارشیفه

د طالبانو حکومت یو هیئت تهران ته له رسېدو وروسته، تېر مازیګر د ایران او افغانستان د ګډ اقتصادي کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړ.

د ایران د ایرنا خبري اژانس له راپور سره سم، د سوداګرۍ، ټرانزیت، انتقالاتو، ګمرک او چاپېریال په برخو کې د ګډو کاري ډلو ایجاد په دې غونډه کې د بحث عمده ټکي وو.

د طالبانو ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو هیئت پرون شنبه تهران ته لاړ.

طالبانو ویلي، چې دغه سفر د ایران په رسمي بلنه شوی دی.

د ایران په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ایران له هغو هېوادونو دی، چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.

بله موضوع د ایران او د طالبانو د حکومت ترمنځ د هلمند د اوبو د حق پر لانجه ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ په یوه توده موضوع بدله شوې ده.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د روان کال د غوايي/ ثور میاشتې په وروستیو کې سیستان و بلوچستان ولایت ته د سفر پر مهال د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی و، چې د ایران د اوبو حق ورکړي.

طالبانو په ځواب کې ویلي، چې د ایران د اوبو حق ته د تړون له مخې ژمن دي، خو ټینګار یې کړی، چې پرله پسې وچکالۍ د هلمند د سیند د اوبو کمېدو سبب شوې دي.