ملګري ملتونه: پر کوکنارو بندیز افغان بزګرانو ته څه باندې یو میلیارد ډالره تاوان اړولی

تصویر له ارشیفه، طالبان د کوکنارو د یوه فصل د اړولو پر مهال

د ملګرو ملتونو یو راپور وايي، په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د طالبانو له بندیز وروسته افغان بزګرانو د کوکنارو د خرڅلاو له درکه څه باندې یو میلیارد امریکايي ډالره زیان ګاللی دی.

د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNODC) نن یکشنبه په یوه راپور کې ویلي، کله چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې طالبان واک ته ورسېدل افغانستان د نړۍ په سطحه د تریاکو عمده تولیدوونکی و.

د دې ادارې په وینا، طالبانو ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به د مخدره موادو د کښت او تولید صنعت ختموي او د ۲۰۲۲م کال په اپرېل میاشت کې یې رسماً د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه.

د راپور له مخې، دا سلګونو زره کروندګرو او ورځنیو کارګرو ته چې د خپلې بقا لپاره د کوکنارو د پروسس پر چارو متکي وو، یوه لویه ضربه وه.

د ملګرو ملتونو دغه راپور وايي چې د بندیز تر اعلان وروسته د کوکنارو کښت ۹۵ فیصده کم شوی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دارې یا سیګار د ۲۰۲۱م کال په اپرېل میاشت کې ویلي وو، له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۱۹م کاله پورې طالبانو د مخدره موادو له درکه ۴۰۰ ملیون ډالره عواید ترلاسه کړي وو.