اردوغان: د غزې جګړې له پای ته رسیدو وروسته باید غزه د فلسطین د خپلواک دولت برخه وګرځول شي

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر وايي چې د اسراییل او حماس تر جګړې وروسته د غزې تړانګه باید د یوه خپلواک فلسطیني دولت برخه وګرځي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، رجب طیب اردوغان پرون له قزاقستان څخه خپل هېواد ته د ستنېدو پرمهال په الوتکه کې خبریالانو ته وویل چې انقره به د هېڅ داسې یوې طرحې ملاتړ ونه کړي چې د ده په وینا فلسطینیان د تاریخ له پاڼې څخه په تدریجي ډول ورک کړي.

ښاغلي اردوغان همداراز د اسراییلو د ملاتړ په خاطر پر لویدیځو هېوادونو انتقادونه تکرار کړل او ویې ویل انقره پر اروپايي ټولنې ډېره بې باوره شوې ده.

ترکیې چې د غزې په تړانګه کې د بشري بحران له لویېدو وروسته یې پر اسراییلو انتقادونو ته زور ورکړی، د دوو دولتونو د طرحې ملاتړ کوي.

ترکیه د حماس ډلې د غړو کوربنه ده او د متحدوایالتونو، برتانیا او یوشمېر نورو هېوادونو برعکس حماس یوه تروریستي ډله نه ګڼي.