په ۶ ولایتونو کې د شپې پوهنځیو ازموېنه اخیستل شوې

تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د ازموینو ملي کمېټه وايي چې په شپږو ولایتونو کې د شپې په پوهنځیو کې د شمول لپاره یې له نژدې ۱۶ سوه کسانو ازموینه اخیستې ده.

باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي، پرون خبر ورکړ چې په کابل، بلخ، بدخشان، هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې له ۱۵۹۳ کسانو څخه د شپې په پوهنځیو کې د شمول ازموینه واخیستل شوه.

اژانس نه دي ویلي چې په دې پوهنځیو کې په کوم شمېر محصلان جذبېږي.

په خبر کې دا یادونه هم نه ده شوې چې آیا په دې ازموینه کې نجونو ګډون کړی و، که نه؟

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نجونو لیسې او منځني ښوونځي بند کړل او څه موده وروسته یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پرمخ بندې کړې.