بلېنکن په اردن کې؛ د عرب هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره یې د لیدنو لړۍ پيل کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن - تصویر له ارشیفه

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن شنبه په اردن کې د عرب هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د کتنو لړۍ پیل کړه.

هغه هڅه کوي چې په غزه کې د څه کم یوې میاشتې جګړې شدت کم شي.

دا وروسته له هغې چې اسراییل په جګړه کې د وقفې راوستلو لپاره د بلېنکن د غوښتنو په وړاندې مقاومت وښود.

د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې پلیو ځواکونو یې تېره شپه د غزې په جنوب کې عملیات کړي دي.

تر دې مخکې د فلسطین په محاصره شوي قلمرو کې د اسراییل د حملې له کبله د امبولانسونو یو کاروان او هغه ښوونځي په نښه شو، چې خلکو ورته پناه وړې وه.

وروسته له هغې چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ کسان یرغمل کړل، له هغې راهیسې پر غزه د اسراییل هوايي او ځمکني عملیات روان دي.

د حماس تر ولکې لاندې غزه کې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسراییل په حملو کې تر اوسه تر ۹۲۰۰ زیات کسان، چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.