د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د حکومت یو پلاوی نن ایران ته لاړ

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو هیئت پر ځینو مسایلو د بحث لپاره ایران ته لاړ.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، چې دغه هیئت یې نن شنبه د ایران په بلنه هغه هېواد ته نن لاړ.

ویل شوي دغه هیئت به پر دواړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیت، ټرانسپورټ، سیمه ییز اتصال او نورو مسایلو خبرې وکړې.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د دوی هیئیت به په چابهار بندر کې د افغانستان د ونډې پر پراختیا هم له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د طالبانو حکومت وايي د دوی ورغلی هیئت هڅه کوي چې د افغانستان د کرنې، کانونو، ټرانسپورټ او صنعت په برخو کې د ایران پانګونه هم جلب کړي.

ایران د هلمند سیند په اوبو کې د زیات حق غوښتنه کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په زمري یا اسد میاشت کې د هلمند سېند د اوبو د کچې د معلومولو لپاره دهراود ته د ایراني پلاوي سفر تایید کړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ایراني پلاوي په دهراود کې د اوبو کچه د نورمالو کلونو پرتله خورا کمه ګڼلې ده.