روغتیایي چارواکي: د غزې پر یوه امبولانس د اسراییلو هوایي برید ۱۵ کسان وژلي

د پېښې سیمه

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، چې پر یوه امبولانس د اسراییل په هوايي حمله کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ بیا وايي، چې د حماس ډلې افراطي وسلوال یې په نښه کړي دي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې نن په اردن کې د امریکا د متحدو ایالتونو یو وتلی ډیپلومات په یوه غونډه کې، د اوربند لپاره د عرب هېوادونو غوښتنې واوري.

د حماس تر ولکې لاندې غزه کې روغتیايي چارواکو پرون جمعه ویلي اسراییل هغه امبولانس ویشتلی چې د ټپي شویو فلسطینیانو د لېږدولو په کاروان کې شامل و.

ویل شوي په دې پېښه کې ۶۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د اسراییل پلیو ځواکونو تېره پنج شنبه د خپلو جنګي عملیاتو تر تشدید وروسته غزه ښار کلابند کړ.

د اسراییل په خبره هدف یې د حماس ډلې ختمول دي.

وروسته له هغې چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ کسان یرغمل کړل، له هغې راهیسې پر غزه د اسراییل هوايي او ځمکني عملیات روان دي.