د خوړو نړیوال پروګرام: ۹۳ زره افغان زلزله ځپلو سره مو مرستې کړي

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تر اوسه په افغانستان کې ۹۳زره زلزله ځپلیو کسانو د خوړو نړیوال پروګرام مرستې ترلاسه کړې دي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، دغه مرستې د CBPF په څېر ادارو په همکارۍ برابرې شوې وې.

په هرات کې د تېرې میاشتې ځینې زلزله ځپلي کسان شکایت لري، چې لا هم کافي عاجلې مرستې نه دي وررسېدلي او شپې په خلاصه فضا کې تېروي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وايي، له هغې بسپنې څخه چې د هرات د زلزله ځپلیو د لاسنیوي لپاره یې غوښتې وه، یوازې په سلو کې ۲۶ یې ترلاسه کړې ده.

اوچا په یوه راپور کې چې پرون یې خپور کړ ویلي چې د ژمي په درشل کې یې له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره څه باندې ۹۳ ملیون دالره بسپنه غوښتې ده.