هیدر بار: نړۍ د غزې وضعیت سره بوخته ده، پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت یې هېر دی

پاکستان نه خپل هېواد ته استول شوي یو شمېر افغان کډوال

د بشري حقونو د څار سازمان یوې چارواکې د پاکستان له خوا د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج پر موضوع اندېښنه وښوده.

د دې سازمان د ښځو د برخې مرستیال مشرې هیدر بار نن په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، په داسې حال کې چې نړۍ د غزې تحولاتو ته متوجه ده، پاکستان په چوپتیا سره یو ملیون او اووه لکه کسان افغانستان ته ستنوي، هغه هېواد ته چې د هغې په لیکنه، له بشري بحران سره مخامخ دی او طالبان په کې په سیسټماتیک ډول د تحصیل، کار او نورو چارو لپاره د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.

په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو شمېر ۴ ملیونو ته رسېږي، خو د اسلام آباد د شمېرو له مخې د بې اسناده افغانانو شمېر له ۱،۷ ملیون څخه لوړ دی.

پاکستاني چارواکي وايي هره ورځ له لسو زرو ډېر افغان کډوال له خپلې خاورې باسي او په عین حال کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د کډوالو د کورونو نړول هم پیل شوي دي.