د بې پولې خبریالانو ټولنه: پاکستان د نږدې دوه سوه افغان خبریالانو د اېستو ګواښ کړی

تصویر له ارشیفه، یو شمېر افغان خبریالان

د بې‌پولي خبریالانو ټولنه وايي، په پاکستان کې نږدې ۲۰۰ افغان خبریالانو ته له دې هېواده د شړلو ګواښ شوی دی.

دې ټولنې په یوه اعلامیه چې پرون ناوخته یې خپره کړې لیکلي، دا خبریالان د پاکستاني پولیسو له‌خوا د ځورونې، وهلو، خپل‌سرې نیولو او د کورونو د مالکانو له‌خوا له کوره د ویستو سره مخ شوي.

د بې‌پولې خبریالانو د ټولنې په اعلامیه کې په زوره د هغو افغان خبریالانو بېرته ستنول چې پاکستان ته د امنیتي ګواښونو له امله تللي، د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بلل شوې او زیاتوي، دا عمل په بشپړه توګه د منلو وړ نه‌دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې، افغانستان ته د دغو خبريالانو بېرته لېږل به د دوی ژوند له خطر سره مخامخ کړي

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د پاکستان په حکومت غږ کړی چې د افغان خبریالانو له نیولو ډډه وکړي او تر خوا یې په پاکستان کې دې د هغوی د ساتنې او امنیت ضمانت وکړي.