د لبنان د حزب الله ډلې مشر د اسراییلو خلاف د جګړې د دوام خبرداری ورکړ

د حزب الله ډلې دوه جنګیالي

زرګونه کسان پرون د لبنان په لارو کوڅو کې راټول شول څو د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله ټلویزیوني وینا واوري.

پر اسراییل د حماس د افراطي ډلې له برید او د څه باندې ۱۴۰۰ کسانو له وژل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې نصرالله وینا کوي.

د حزب الله مشر چې د استوګنې دقیق ځای یې نه دی معلوم او لږې ویناوې کوي، پر اسراییلو د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس د برید ستاینه وکړه ،خو هغه دا یادونه هم وکړه چې دا حمله د فلسطینیانو له خوا تنظیم او عملي شوې وه.

د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، حسن نصرالله ویلي دي چې ایران هم پر اسراییلو په برید کې لاس نه درلود.

د حزب الله مشر په یوه ډول سره وښودله چې اوس مهال له اسراییلو سره کوم لوی پوځي تقابل نه غواړي، خو هغه ټینګار وکړ چې د دوی حملې به په محدوده کچه دوام وکړي.