ملګرو ملتونو د غزې جنګ ځپلو ته څه باندې یو میلیارد ډالره مرسته غوښتې

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بمبار یوه څنډه

ملګرو ملتونو د غزې په تړانګه او لویدیځه غاړه کې له ۲،۷ میلیون فلسطینیانو سره د مرستې لپاره د ۱،۲ میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کړې.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې- اوچا ویلي دي چې د غزې ټول اوسېدونکي او د اردن سیند د لویدیځې غاړې ۵۰۰ زره اوسېدونکي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړې ادارې ویلي دي چې د اسراییلو د حملو او د غزې د کلابندۍ په لومړیو ورځو کې یې د ۱،۳ میلیون فلسطینیانو لپاره د ۳۰۰ میلیون ډالره بسپنې غوښتنه کړې وه، خو اوس وضعیت بدل شوی او مرستو ته په اړتیاوو کې زیاتوالی راغلی.

اوس مهال په غزه کې وضعیت خورا ترینګلی او کړکېچن دی او دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو حملې لاهم روانې دي.

د حماس تر ولکې لاندې غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلو په هوايي حملو کې تردې دمه له ۹ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.