کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان له پرله پسې بریاوو سره د جام په جدول کې پنځم مقام خپل کړی

د افغان کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي

د کرکټ په نړیوال جام کې د هالنډ پر وړاندې د افغانستان له بریا وروسته نیم پایلوبې ته د افغان لوبډلې د لارموندنې هیلې ډېرې شوې دي.

ملي لوبډلې په نړیوال جام کې له خپلو اوو لوبو څخه څلور لوبې چې د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ پر وړاندې وې وګټلې. له دې بریاوو سره افغانستان د نړیوال جام د لوبو په جدول کې پنځم ځای ونیوه.

د افغانستان راتلونکې لوبې یوه د سه شنبې په ورځ - د نوامبر په ۷مه د اسټرالیا او بله د جمعې په ورځ د نوامبر په ۱۰مه د جنوبي افریقا پر وړاندې دي. دا دوه لوبې به نیم پایلوبې ته د رسېدو لپاره د افغانستان برخلیک وټاکي.

د کرکټ د نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې نن دوه لوبې په پام کې دي.

لومړۍ لوبه به د نیوزیلنډ او پاکستان ترمنځ او دوهمه د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ وي.

په هند کې د سږني نړیوال جام فاینل لوبه به د نوامبر په نولسمه نېته وي.