له پاکستان څخه خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنیدل زیات شوي

هېواد ته یو شمېر ستنیدونکي افغان کډوال

له پاکستانه د افغانانو د ایستلو لړۍ روانه ده او په دې ترڅ کې پرون هم زرګونه کسان د سپین بولدک او تورخم له لارې افغانستان ته ورسېدل.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، د سپین بولدک ولسوالۍ د کډوالو د چارو د آمر مولوي عبداللطیف حکیمي له قوله راپور ورکوي چې یوازې پرون د سپین بولدک چمن له لارې شاوخوا ۱۵ زره افغانان هېواد ته ستانه شول.

ښاغلی حکیمي وايي چې دا د تېرو دریو ورځو تر ټولو لوړه شمېره وه.

نوموړی اټکل کوي چې په راروانو ورځو کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو په شمېر کې ښايي نور زیاتوالی هم راشي.

د تورخم له لارې هم پرون هېواد ته د زرګونه کسانو د اوښتو خبر ورکړل شو.

د راپورونو له مخې، وروسته له دې چې د پاکستان حکومت افغانانو ته د نوامبر لومړۍ نېټه له دې هېواده د وتلو مهلت وټاکه، تراوسه شاوخوا ۱۶۵ زره افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.