پاکستاني چارواکي: په بلوچستان کې وسله‌والو ۱۴ پوځیان وژلي

ارشیف

د پاکستان پوځ وايي، نن جمعه په بلوچستان ایالت کې د ناپېژانده وسله‌والو په برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پوځیانو دوه موټرې د بلوچستان په ساحلي سیمه کې له پسنۍ څخه اورمړې سېمې ته روان وو چې وسله‌والو پرې برید وکړ.

ترواسه د برید مسوولیت کوم چا په غاړه نه دی اخیستی.

خو بلوڅ بیلتون غوښتونکي وخت ناوخته په پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي.