د اسراییل صدراعظم په غزه کې د لنډمهاله اوربند وړاندیز رد کړ

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په غزې تړانګه کې د لنډمهاله اوربند پیشنهاد رد کړ او ویې ویلي چې د اسراییل تهاجمي عملیات به تر هغو روان وي چې حماس ډلې یرغل کړي کسان خوشې کړي نه وي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې نتنیاهو په دې اړه لنډه شېبه وروسته له هغې خبرې وکړې چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره یې وکتل.

بلېنکن نن تل ابیب ته ورسېد او په غزې تړانګه کې یې د اسراییل په تهاجمي عملیاتو کې د لنډمهاله وقفې غوښتنه وکړه، څو په سیمه کې بشري وضعیت بهتره شي.

هغه همدا راز له اسراییل غوښتنه وکړه چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

حماس ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حمله کې شاوخوا ۱۴۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراییل ځمکني او هوايي عملیات پیل کړل.

حماس ډلې تر ولکې لاندې غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي چې د اسراییل د حملو له پیله تر ۹۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.