اوکراین د روسیې پر وړاندې مبارزې لپاره د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا جرمني ته د سفر پر مهال، د روسي ځواکونو پر وړاندې د مبارزې لپاره خپل هېواد ته د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په منځني ختیځ کې روان وضعیت ته د نړیوالو زیات پام اوښتی دی.

کولیبا نن په برلین کې د خبرو پر مهال چې 'زیټ ډي ایف' تلوېزیون خپرې کړې، ویلي: "پر موږ اعتماد وکړ‎ئ او ملاتړ مو وکړئ، زموږ بریا به ستاسو بریا وي."

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې ټینګار وکړ، که څه هم پر اوکراین د روسیې یرغل ته د رسنیو پام اوس کم شوی، خو په لوېدیځ کې د شریکانو سیاسي ملاتړ لا هم زیات دی.

کولیبا ویلي لوېدیځ که څه هم له اسراییل سره خپل پیوستون ښيي، خو له اوکراین سره مرستې ته لا هم لومړیتوب ورکوي.