په پاکستان کې د عمومي انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه اعلان شوه

ارشیف: د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون

په پاکستان کې به عمومي انتخابات د فبرورۍ په اتمه نېټه ترسره شي.

د پاکستان د ولسمشر دفتر او د دې هېواد د انتخاباتو کمېسیون پرون پنجشنبې دغه اعلان وکړ.

د انتخاباتو کمېسیون په یوه اعلامیه کې وویل چې په غوڅ اکثریت پرېکړه وشوه چې عمومي انتخابات دې د فبرورۍ په اتمه نېټه د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

دې کمېسیون دغه اعلان وروسته له هغې وکړ چې غړیو یې د پاکستان له سرپرست ولسمشر عارف علوي سره وکتل.

د هغه دفتر هم وروسته د دغه اعلان پخلی وکړ.

په پاکستان کې سرپرست حکومت وروسته له هغې غوره شو چې د اګست په نهمه پارلمان منحل شو.

انتخابات باید له دې نېټې وروسته په نوي ورځو کې ترسره شوي وای، خو کمېسیون وویل چې د وروستۍ سرشمېرنې وروسته زیات وخت ته اړتیا وه چې د رایې ورکولو حوزې وټاکل شي.