د ملګرو ملتونو کارپوهانو په غزه کې د بشرپالنې له مخې د اوربند غوښتنه وکړه

د غزې پر یوې څنډې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو انځور

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پرون په غزه کې د بشرپالنې له مخې د اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل وخت د فلسطینیانو لپاره چې د دوی په خبره د ډلوژنې له لوی خطر سره مخ دي، په پای ته رسېدو دی.

د کارپوهانو دغې ډلې د اوربند غوښتنه د دې لپاره کړی ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې مرستې هغو ته چې ورته ډېره اړتیا لري ورسېږي.

څه کم یوه میاشت کېږي چې پر غزې د اسراییل بریدونه دوام لري.

د فلسطیني چارواکو په خبره په غزه کې له ۹ زره زیات کسان وژل شوي دي.

اسراییل دغه بریدونه د هغو حملو په ځواب کې پیل کړي چې حماس ډلې د اکټوبر په اوومه نېټه د اسراییل پر جنوب وکړل چې په نتیجه کې یې په سلګونو اسراییلیان ووژل شول.

اسراییل وایي، په دغو بریدونو کې د حماس سخت دریځه ډله چې پر غزې کنټرول لري، په نښه کوي نه ملکي وګړي او دا ډله یې تورنه کړې چې ګواکې له ملکي وګړو د ډال په توګه کار اخلي.