د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان له هالنډ سره لوبه کوي

د افغانستان د یوې مخکېنې لوبې انځور

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن جمعه افغانستان له هالنډ سره لوبه کوي.

دغه لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین پر یوه پیلېږي.

د افغانستان د کرکټ ټیم روزونکی جاناتن ټروټ وایي، ټیم یې د هالنډ په وړاندې لوبې ته ښه تیاری نیولی او هیله یې څرګنده کړه چې ښه پایله به ترلاسه کړي.

هغه پرون پنجشنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "که غواړو نیمه پایلوبې ته لار ومومو باید ښه کرکټ وکړو او د دې به ښه چانس ولرو چې دغه هدف ترلاسه کړو."

افغانستان تراوسه په دې جام کې شپږ لوبې کړي چې درې یې بایللي او درې یې ګټلي دي.

افغانستان له پاکستان، انګلستان او سریلانکا لوبې ګټلي خو پر هند، بنګله‌دېش او نیوزیلنډ یې بایللي.

پرون پنجشنبې کوربه هېواد له سریلانکا په ډېر توپیر لوبه وګټله.

هند د سریلانکا لپاره د ۳۵۸ منډو هدف ټاکلی و، خو سریلانکا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په شلم اور کې یوازې ۵۵ منډې وکړې.

د کرکټ د سږکال د نړیوال جام سیالۍ د اکټوبر میاشتې پر پنځمه په هند کې پیل شوي او د نومبر پر نولسمه ختمېږي.