ټروټ: د نیدرلینډ پر وړاندې د افغانستان سیالي راته ډېره ارزښتمنه ده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جاناتن ټروټ د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲مه نېټه وویل، د نیدرلینډ پر وړاندې سیالي ورته ډېره ارزښتمنه ده او خپل سیال ته په کمه سترګه نه ګوري.

ټاکل شوې چې سبا جمعه د اکټوبر په درېیمه نېټه افغانستان او نیدرلینډ د هندوستان په لکنو ښار کې سره سیالي وکړي.

ټروټ زیاته کړه، د نیدرلینډ پر وړاندې سیالۍ ته یې پوره چمتووالی نیولی او هیله یې څرګنده کړه چې ډېره ښه پایله به ترلاسه کوي.

هغه وايي: "مونږ به سبا د یوه داسې ډچ لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړو چې په خپلو تېرو سیالیو کې ښه ځلېدلي دي. زه دې لوبې ته ډېر لېواله یم. مونږ دا نه شو ویلای چې مونږ په لکنو کې تر دې وړاندې لوبلړۍ لوبولي او هغه به راسره مرسته کوي، بلکې دا باید ووایم چې نیدرلینډ په روان نړیوال جام کې دلته سیالي کړې چې تر مونږ هغوی له دې لوبغالي او حالت سره اوس ښه بلد دي. مهمه خبره دا ده چې مونږ سبا څنګه لوبه کوو."

نوموړي دغه راز خپلو تېرو سیالیو ته په اشارې سره وویل، لوبډله یې په ډېر لوړ مورال کې ده او دا به له دوی سره مرسته وکړي چې پخپلو پاتې سیالیو کې ښه ولوبېږي.

د افغانستان مشر روزونکي د اکرام علي‌خېل روغتيايي حالت هم ښه وښود او زیاته یې کړه: "د هغه ګوته چې د سریلانکا پر وړاندې لوبه کې ټپي شوې وه اوس ښه ده او لوبې ته چمتو دی."

هغه چې د رسنیو پوښتنې ځوابولې وویل، لا په دې سوچ کې نه دی چې څنګه به نیمه پایلوبې ته رسېږي، زیاته یې کړه، مهمه دا ده چې ښه کرکټ وکړي او تر هغې وروسته به حتماً ښه پایله ترلاسه کوي.

د هغه په باور، د نړیوالو جامونو تر ټولو مهم چلنج دا وي چې د هر لوبغالي حالت ډېر متفاوت وي، نو په کار ده چې په څو ورځو کې ورسره ځان عیار کړې.

ټروټ وویل، د نیدرلینډ پر وړاندې سیالۍ ته یې له تېرو څو ورځو راهیسې پرله پسې تمرینات ترسره کړي دي او دا به ورسره د ښې لوبې په کولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تر دې دمه ۶ سیالۍ ترسره کړي چې درې یې بایللي او درې یې ګټلي دي.

د نومرو په جدول کې د افغانستان ځای په شپږم مقام کې دی او که سبانۍ سیالي وګټي، نو د ۸ نومرو په لرلو سره به لا مخکې لاړشي.

د ویلو ده چې تر دې دمه د هندوستان او سویلي افریقا لوبډلې توانېدلي چې د نیمه پایلوبې پړاو ته ځانونه ډېر نږدې کړي، خو لا سل سلنه معلومه نه ده چې کومې څلور لوبډلې به نیمه پایلوبه لوبوي.