راپور: تراوسه له پاکستانه افغانستان ته ۱۶۵زره افغان کډوال بېرته ستانه شوي

له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي یو شمېر افغان کډوال

له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي یو شمېر افغان کډوال

وروسته له هغې چې د پاکستان موقت حکومت اعلان وکړ چې له دې هېواده به ټول غیرقانوني افغان کډوال باسي، د فرانس‌پرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ تراوسه ۱۶۵ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د چمن سرحدي چارواکو فرانس پرېس ته ویلي، په دې وروستیو کې ټولټال څه باندې اته دېرش زره کسان له دې لارې افغانستان ته اوښتي دي.

په دغه هېواد کې د بې اسنادو افغان کډوالو د داوطلبانه ستنېدو لپاره د پاکستان له خوا ټاکل شوی ضرب الاجل پرون چهارشنبه پای ته رسېدلی او دا مهال پاکستاني چارواکو په بېلابېلو ښارونو کې د هغو افغان نیول او د ساتني موقتو مرکزونو ته استول پیل کړي چې په وینا یې د استوګنې اسناد نه لري.

ویل کېږي چې د پولیسو له خوا یو شمېر هغه افغان کډوال هم ځورول کېږي یا نیول کېږي چې پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد لري.