ملګري ملتونه: د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي چې څو کاله مخکې په هلمند کې د ماین چاودنې له کبله ووژل شو.

ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په خبره، د دې خبریالانو په وژنې کې یوازي له لسو څخه په کمو قضیو کې عدالت تامین شوی دی.

نن د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت ختمولو د نړیوالې ورځ په توګه نمانځل کېږي.

د دې ورځې په مناسبت د افغانستان د خبریالانو مرکز هم ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو د وژنې اصلي قاتلان نه دي مجازات شوي.

له دې سره هممهاله، د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی په یوه اعلامیه کې ویلي، په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د څه باندې ۱۶۵ خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنې قضیې ثبت شوي دي.

نی د نړیوالې جزايي محکمې څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو وژنې د بشر ضد جرایمو په توګه په رسیمت په وپېژني.