په پاکستان کې ځينو سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو له دغه هېواده په زوره د افغان کډوالو ايستلو خلاف سترې محکمې ته اعتراض وړاندې کړی دی.
دا اعتراض د نومبر په لومړۍ د پاکستان پيپلز ګوند مخکښ فرحت الله بابر، د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ او يو شمېر نورو کسانو ثبت کړی دی.
محسن دواړ پر خپله ایکسپاڼه ليکلي چې په اعتراض کې يې د سرپرست حکومت لخوا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه ننګولې/چلنج کړې.
ډان ورځپاڼه ليکي دغه درخواست چې لا هم سترې محکمې د اورېدنې لپاره نه دی منظور کړی، په کې ويل شوي چې د حکومت له يادې پرېکړې سره د هغو لکونو افغانانو اساسي حقونو خلاف ورزي کېږي چې دا وخت په پاکستان کې اوسېږي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون او د ملګرو ملتونو ادارو هم ويلي، له پاکستانه په جبري ډول د کډوالو ایستل د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او هغه کډوال اغېزمنوي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.
بلخوا جرمني له پاکستان څخه د لکونو افغان کډوالو پر ایستل کېدو اندېښنه ښکاره کړي ده.
د 'ډي پي اې' خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پرون وویل، دا هېواد د هغو افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي چې ټاکل شوې ده جرمني ته ولېږدول شي.
ده ونه ویل چې څومره افغانان به له پاکستان څخه جرمني ته بیول شي.