پاکستان د امریکا له لوري د افغانانو اړوند ورسپارل شوی لېست نیمګړی وباله

ارشیف: په اسلام اباد کې د امریکا د کېس لرونکو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی له امریکا غوښتي چې کېسونه دې ژر ورته بشپړ او هغه هېواد ته دې ولېږدوي.

پاکستان پرون وویل، له دغه هېواده د هغو افغانانو لېست چې امریکا یې خپل هېواد ته بیايي، نیمګړی دی.

د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ یوه امریکايي چارواکي وویل، چې دوی هڅه کوي چې ۲۵ زره هغه افغانان چې په شرایطو برابر دي، له پاکستان څخه امریکا ته بوځي.

پرون درو پاکستاني چارواکو تایید کړه چې اسلام اباد د دې ډول افغانانو لېست ترلاسه کړی، خو ویې ویل چې دا لېست نیمګړی دی او معلومات یې بشپړ نه دي.

د پاکستان له لوري بې اسناده افغان کډوالو ته ټاکل شوی مهلت پرون پای ته ورسېد او اوس ډېر داسې افغانان چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان ته په دې هیله تللي چې له دغه هېواده به درېیمګړي هېواد ته ځي، له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.