دوجاریک: د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د فلسطینیانو وژنو بوږنولی

په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له کبله ویجاړ شوې ودانۍ

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ویندوی وايي، په غزه کې د تاوتریخوالي زیاتوالي او د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د کډوالو پر جبالیا کمپ د اسراییل په هوايي حملو کې د فلسطینیانو وژنو بوږنولی دی.

سټېفن دوجاریک پرون خبریالانو ته همداراز وویل، سرمنشي د ملکي وګړو هر راز وژنې په کلکه غندي.

ده زیاته کړه، د ملګروملتو سرمنشي ټینګار کوي چې ټولې خواوې باید د ملکیانو او پوځیانو ترمنځ د توپیر کولو په شمول بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي.