ملګرو ملتونو په غزه کې د کډوالو پر یوه کمپ د اسراییلو بریدونه وغندل

د غزې پر یوه څنډه د اسراییلو د بریدونو انځور

ملګرو ملتونو پرون چهارشنبې د غزې په تړانګه کې د کډوالو په تر ټولو لوی کمپ بریدونه وغندل چې په نتیجه کې یې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ملګرو ملتونو یاند سټیفان دوجاریک وویل، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په غزه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله ډېر وېرېدلی دی.

هغه وویل د جبالیه د کډوالو پر لوی کمپ د اسراییلو په هوایي بریدونو د وژل شویو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم دي، خو شمېر یې نه دی ښودل شوی.

حماس وویل چې د اکټوبر په ۳۱مه پر دې کمپ په برید کې لږترلږه ۴۷ کسان وژل شوي دي.

اسراییل ویلي چې په دغه برید کې یې د حماس یو قومندان چې پر اسراییل د اکټوبر د اوومې په برید کې یې لاس درلود په نښه کړی چې د نورو ترڅنګ هغه هم وژل شوی دی.