ډبلیو ایچ او: شاوخوا ۱.۴ میلیون افغانانو ته روغتیایي خدمتونه رسول شوي

ارشیف: په کابل کې د یوه روغتون روغتیاپاله یوه ناروغ د پالنې پر مهال لیدل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په افغانستان کې شاوخوا ۱.۴ میلیون کسانو ته د بشري روغتیایي خدمتونو د رسولو خبر ورکوي.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې دغو کسانو ته یې دغه مرستې په خپله او د نورو ۵۲ روغتیایي شریکانو پر مټ برابرې کړي دي.

دغه خدمتونه د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو په ۳۱۲ ولسوالیو کې د ۹۷۲ روغتیایي مرکزونو او کلینیکونو له لارې رسول شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا ټولټال ۳۸۷ زره او ۴۰ کسانو بېړني روغتیایي خدمتونه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' څانګې تېره میاشت خبرداری ورکړی چې که لازمه بودیجه ترلاسه نه کړي نو به اته میلیونه افغانان د ژوند ژغورنې له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.