غزه کې ټپي شوي ۷۰ بهرنیان مصر ته ورسېدل

د لېږدول شویو کسانو ډله ییز تصویر

له غزې نه د بهرنیو اتباعو لومړنۍ ډله او یا هغه کسان چې ژور ټپي شوي دي، نن مصر ته ورسېدل.

د دغو کسانو لېږد د مصر، حماس او اسراییل ترمنځ د هغې هوکړې له مخې کیږي چې د قطر په منځګړیتوب شوې ده.

رویټرز خبري اژانس د مصري رسنیو او سرچینو په حواله ویلي چې دغه کسان د امبولانسونو په وسیله د رفح پر بندر مصر ته بېول شوي دي.

دا کسان داسې مهال مصر ته لېږدول کیږي چې پرون سې شنبه د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه پنډغالي د اسراییل په برید کې لږ تر لږه پنځوس تنه ووژل شول.

اسراییل ادعا کړې چې دغه برید کې يې د حماس یو لوړپوړی قومندان او د هغه یوشمېر ملګري وژلي دي.

د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې روانه ده.