د افغان کډوالو د اېستلو د مهلت وروستۍ ورځ؛ پاکستان نه یې خپل هېواد ته ستنیدل ګړندي شوي

له پاکستان څخه خپل هېواد ته یو شمېر ستنیدونکي افغان کډوال

په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو مهلت نن د نومبر په لومړۍ نېټه پای ته رسیږي، له پاکستانه د کډوالو د ستنولو بهیر ګړندی شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په رسمي وېبپاڼه کې کډوالو ته د ورکړل شوي مهلت وروستۍ نېټه د اکتوبر ۳۱مه ښودل شوې، خو د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي د پاکستان خصوصي تلویزیون جیو ته ویلي، دا مهلت د نومبر په لومړۍ نېټه پای ته رسیږي.

بوګټي ویلي، دوی به د نومبر له دویمې یا سر له سبا د بې اسناده افغان کډوالو د ستنولو بهیر په رسمي ډول پیل کړي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي هم ازادي راډیو ته وویل، دوی ته اوس ویل شوي چې د اېستلو بهیر سر له سبا پنجشنبې پيلیږي.

بوګټي ویلي، پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغانان میشت دي چې دې ډله کې څه باندې یو اعشاریه ۷ میلیونه یې د اوسیدو اسناد نه لري.